کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ د BBC پر ضد د ۱۰ میلیارد تاواني ډالرو دعوه ثبت کړه

ڪابل (ڪوه نور، ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د BBC پر ضد د ۱۰ میلیارده ډالرو تاواني دعوه ثبت کړه، چې پکې یې یاده بریټانیایې رسنۍ پر بدنامۍ، درغلیو او ناعادلانه تجارتي کړنو تورنه کړې ده. د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې، دې ۳۳ مخیزه دعوه کې ویل شوي، چې BBC د ولسمشر ټرمپ یو "ناسم، بدناموونکی، دوکه کوونکی، سپک…

2025-12-15 22:28 134۱ دقیقې لوستل
ټرمپ د BBC پر ضد د ۱۰ میلیارد تاواني ډالرو دعوه ثبت کړه

ڪابل (ڪوه نور، ۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د BBC پر ضد د ۱۰ میلیارده ډالرو تاواني دعوه ثبت کړه، چې پکې یې یاده بریټانیایې رسنۍ پر بدنامۍ، درغلیو او ناعادلانه تجارتي کړنو تورنه کړې ده.

د اسوشیټیډ پرېس د راپور له مخې، دې ۳۳ مخیزه دعوه کې ویل شوي، چې BBC د ولسمشر ټرمپ یو "ناسم، بدناموونکی، دوکه کوونکی، سپکوونکی، پاروونکی او له بد نیت نه ډک انځور" خپور کړی او دا یې د ۲۰۲۴ د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو پر بهیر د لاسوهنې هڅه بللې ده.

د دعوې له مخې، BBC د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ پر شپږمې نېټې د ټرمپ د وینا دوه بېلابېلې برخې سره یو ځای کړې وې؛ ترڅو د ټرمپ د خبرو اصلي مانا تحریف کړي.

د راپورونو پر اساس، ټرمپ یاده وینا هغه مهال کړې وه، چې د نوموړي یو شمېر ملاتړو پر کانګرس یرغل وکړ، کوم چې د جوبایډن د ټاکنو د بریا د تصدیق لپاره غونډه کړې وه.

د یادونې وړ ده چې تېره میاشت BBC له ولسمشر ټرمپ څخه د یادې وینا د ایډیټ په اړه بښنه غوښتې وه، چې له امله یې د خبرونو څانګې ریئس هم له خپلې دندې استعفا وکړه.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب