کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ راتلونکې پنجشنبه اسیا ته پنځه ورځنی سفر پيلوي

  د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ راتلونکې پنجشنبه اسیا ته پنځه ورځنی سفر پيلوي چې پکې به ماليزيا، جاپان او جنوبي کوريا ته ولاړ شي دغه سفر چې د د سوداګريزو او سیمه‌ييزو اړيکو د پياوړتيا په موخه کيږي، د ټرمپ د دويمې دورې واکمني تر ټولو اوږد بهرنی سفر بلل کيږي. سپينې ماڼۍ ويلي، ټرمپ به ماليزيا کې د جنوب ختيځې اسيا…

2025-10-25 00:26 153۱ دقیقې لوستل
ټرمپ راتلونکې پنجشنبه اسیا ته پنځه ورځنی سفر پيلوي

 

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ راتلونکې پنجشنبه اسیا ته پنځه ورځنی سفر پيلوي چې پکې به ماليزيا، جاپان او جنوبي کوريا ته ولاړ شي

دغه سفر چې د د سوداګريزو او سیمه‌ييزو اړيکو د پياوړتيا په موخه کيږي، د ټرمپ د دويمې دورې واکمني تر ټولو اوږد بهرنی سفر بلل کيږي.

سپينې ماڼۍ ويلي، ټرمپ به ماليزيا کې د جنوب ختيځې اسيا د ټولنې سرمشريزه کې ګډون وکړي او دغه راز به د تايلنډ او کامبوج ترمنځ د اوربند هوکړه هم لاسليک کړي.

ټرمپ به همداراز جاپان ته په سفر کې د دغه هېواد له لوري امريکا کې د ۵۵۰ ميليارده ډالرو په ارزښت د پانګونې په موضوع د دغه هېواد له نوې لومړۍ وزيرې تاکاياچي سره خبرې وکړي.

ټرمپ به په دغه سفر کې جنوبي کوريا ته هم ولاړ شي او د نورو موضوعاتو ترڅنګ به له خپل چينايي سيال شي جينګ پينګ سره د سوداګريز کړکېچ د حل په موخه ليدنه ولري، خو چين تراوسه له ټرمپ سره د شي ليدنه نه ده تاييد کړې.

ورته مهال بيا ټرمپ خبر ورکړی که له چين سره هوکړې ته ونه‌رسېږي نه ۱۵۵ سلنه تعرفې به پرې ولګوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب