د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرايلو له ولسمشر بنایامن نتنياهو سره په سپینه ماڼۍ کې ليدلي او ويلي يې دي چې غزه به تر خپل کنټرول لاندې راولي.
نوموړي ويلي، غزه د اوسېدو ځای ندی او اوسېدونکي به يې نورو سیمو ته ولېږدوي او غزه به ونيسي.
رويټرز ويلي، ټرمپ نده په ډاګه کړې چې دغه کار کله کوي، خو دا يې ويلي چې په دې سره به غزه اقتصادي وده وکړي.
نوموړی دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه د اسرايلو او حماس ترمنځ اوربند شوی او د دواړو لوريو ترمنځ د بندیانو تبادلې هم ترسره شوې.
ورته مهال بیا د سعودی عربستان بهرنیو چارو وزارت په یوه خبر پاڼه کې د ټرمپ څرګندونو ته ويلي چې د فلسطيني دولت له جوړېدو پرته به له اسرايل سره اړیکې ونلري.
اعلامیه کې راغلي، سعودي د فلسطین د خاوې نيولو هر ډول هڅه ردوي او د دغه هېواد په اړه به يې دريځ د پخوا په ډول وي.
د يادونې ده چې حماس غورځنګ د ټرمپ دغه خبرې رد کړي او دا یې د اشغال هڅه بللې ده.




