کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ له اروپایې ټولنې امریکا ته پر وارداتي توکو ۵۰ سلنه تعرفې لګوي

یو شمېر نړۍوالو رسنیو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله خبر ورکړی چې امریکا ته له اروپایې ټولنې پر ټولو وارداتي توکو به ۵۰ سلنه تعرفه ولګول شي او هغه ایفون مبایلونه چې له امریکا بهر تولید شوي وي او یاد هېواد ته وړل کېږي پرې به ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفه ولګول شي. د بې بې سې د یوه راپور له مخې ټرمپ غوښتنه کړې چې له اروپایې…

2025-05-23 22:02 177۲ دقیقې لوستل
ټرمپ له اروپایې ټولنې امریکا ته پر وارداتي توکو ۵۰ سلنه تعرفې لګوي

یو شمېر نړۍوالو رسنیو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله خبر ورکړی چې امریکا ته له اروپایې ټولنې پر ټولو وارداتي توکو به ۵۰ سلنه تعرفه ولګول شي او هغه ایفون مبایلونه چې له امریکا بهر تولید شوي وي او یاد هېواد ته وړل کېږي پرې به ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفه ولګول شي.

د بې بې سې د یوه راپور له مخې ټرمپ غوښتنه کړې چې له اروپایې ټولنې امریکا ته پر ټولو وارداتي توکو به ۵۰ سلنه تعرفه ولګوي.

په راپورونو کې راغلي چې ټرمپ له دې مخکې د اروپایې ټولنې پر ډېری وارداتي توکو ۲۰ سلنه تعرفه لګولې وه چې د یوې لنډې مودې لپاره یې خبرو ته د زمینې برابرولو په موخه نیمایې ته راټیټه کړې وه.

ډونالډ ټرمپ پر هغه ایفون مبایلونو چې له امریکا بهر تولید شوي وي او اوس دغه هېواد ته واردېږي ۲۵ سلنه تعرفه لګولې او له اروپایې ټولنې د نورو ټولو وارداتي توکو لپاره یې ۵۰ سلنه تعرفه ټاکلې ده.

ټرمپ ویلي په امریکا کې پلورل کېدونکي ایفون مبایلونه باید په همدې هېواد کې تولید او پرمختګ وکړي هغه ویلي نه غواړم چې د هند یا بل کوم هېواد لخوا تولید شوي ایفون مبایلونه په امریکا کې وپلورل شي او که داسې وي نو اپل شرکت به امریکا ته لږ تر لږه ۲۵ سلنه ګمرکي تعرفه ورکوي.

په همدې حال د اروپایې ټولنې د سوداګرۍ کمیشنر ویلي چې د ۲۷ غړو بلاک له امریکا سره د درناوي  له لارې سوداګریز تړون کولو ته ژمن دی نه د ګواښونو له لارې.

د یادونې وړ ده چې امریکا تېرکال اروپایې ټولنې ته ۳۷۰,۲ میلیارده صادرات کړي وو خو یادې ټولنې په همدې موده کې امریکا ته ۶۵۰,۸ میلیارده واردات کړي وو.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب