کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ له لي سره ليدنه کې: غواړم له کېم جونګ اون سره ووينم

کابل (کوه نور، ۴ سنبله ۱۴۰۴): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپينې ماڼۍ کې د جنوبي کوريا له ولسشمر لي‌جې مېونګ سره په ليدنه کې ويلي، چمتو دی چې د شمالي کوريا له ولسمشر کېم‌جونګ اون سره وويني. ورته مهال بيا د جنوبي کوريا ولسمشر شمالي کوريا سره د ستونزو په حل ټينګار کړی او ويلي يې دي چې چمتو دی ترڅو د وېش او جګړې…

2025-08-26 00:32 291۲ دقیقې لوستل
ټرمپ له لي سره ليدنه کې: غواړم له کېم جونګ اون سره ووينم

کابل (کوه نور، ۴ سنبله ۱۴۰۴): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپينې ماڼۍ کې د جنوبي کوريا له ولسشمر لي‌جې مېونګ سره په ليدنه کې ويلي، چمتو دی چې د شمالي کوريا له ولسمشر کېم‌جونګ اون سره وويني.

ورته مهال بيا د جنوبي کوريا ولسمشر شمالي کوريا سره د ستونزو په حل ټينګار کړی او ويلي يې دي چې چمتو دی ترڅو د وېش او جګړې زخمونه ورغوي.

لي دغه راز له ټرمپ غوښتنه کړې چې د کوريا په ټاپووزمه کې شته ستونزې حل کړي او په شمالي کوريا کې په خپل نوم ټاور هم جوړ کړي، تر څو پکې زه د ګلف لوبه وکړم.

دغه ليدنه کې ټرمپ ويلي، يو وخت به کېم ووينم، زه په تمه يم او هغه له خپلې خور پرته ما ترټولو ښه پېژني‌.

ټرمپ او کېم تراوسه درې ځله سره ليدلي دي.
هغه زياته کړې، جنوبي کوريا کې به هغه ځايونه هم خپل ملکيت کې راولي چې امريکايي سرتيري پکې مېشت دي‌.

ټرمپ ويلي، شاوخوا ۲۸۵۰۰ امريکايي سرتيري اوس مهال په جنوبي کوريا کې دي چې د امريکا لخوا ورته لويې هډې جوړې شوي دي.

د ده په خبره، که څه هم جنوبي کوريا هم د دغه هډو په جوړولو کې برخه اخيستې، خو ستر لګښت يې امريکا ورکړی، نو ځکه يې بايد ترلاسه کړي.

دا د لي له ولسمشر کېدو وروسته له ټرمپ سره لومړۍ ليدنه وه.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب