کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ له نیویارک ټایمز د ۱۵ میلیارده ډالرو تاوان غوښتنه کړې

کابل (کوه نور، ۲۶ سنبله ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې او د هغې د څلورو خبریالانو پر ضد په فلوریډا ایالت کې محکمې ته شکایت کړی او دوی یې د افترا او دروغجنو مطالبو په خپرولو تورن کړي دي.  ټرمپ له دې امله له یادې ورځپاڼې د ۱۵ میلیارده ډالرو تاوان غوښتنه کړې ده. د راپورونو له مخې، دا شکای…

2025-09-17 01:49 82۲ دقیقې لوستل
ټرمپ له نیویارک ټایمز د ۱۵ میلیارده ډالرو تاوان غوښتنه کړې

کابل (کوه نور، ۲۶ سنبله ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د نیویارک ټایمز ورځپاڼې او د هغې د څلورو خبریالانو پر ضد په فلوریډا ایالت کې محکمې ته شکایت کړی او دوی یې د افترا او دروغجنو مطالبو په خپرولو تورن کړي دي.

 ټرمپ له دې امله له یادې ورځپاڼې د ۱۵ میلیارده ډالرو تاوان غوښتنه کړې ده.

د راپورونو له مخې، دا شکایت د یوه کتاب او درې مقالو پر بنسټ شوی، چې شاوخوا دوه میاشتې مخکې له ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو خپرې شوې وې.

 ټرمپ دغه مطالب "دروغجن او دښمنانه" بللي او ویلي یې دي، چې هدف یې د هغه د انتخاباتي کمپاین زیانمنول وو.

ټرمپ په خپل پیغام کې، چې په "تروث سوشیال" شبکه کې خپور شوی، نیویارک ټایمز "فاسده او د دموکرات ګوند تبلیغاتي وسیله" بللې ده.

 د یادو مقالو له ډلې یوې ولسمشر ټرمپ د ولسمشرۍ لپاره نالایق ښودلی و او کتاب چې "بدبخته ګټونکی" نومېږي، د هغه د مالي تېر ژوند په اړه مطالب لري.

نیویارک ټایمز د دې شکایت په غبرګون کې ویلي، چې دا دعوه بې‌اساسه ده او ټینګار یې کړی، چې دا ډول ګواښونه به د آزادې خبریالۍ مخه و نه‌شي نیولی. 

د ورځپاڼې ویاند ویلي، د ټرمپ ګواښونکی چلند یې ژورنالیستیک فعالیت ته خنډ نشي جوړولای.

ټرمپ په تېرو کلونو کې څو ځله له خپلو منتقدو رسنیو سره قضایي شخړې کړې، چې ځینې یې له محکمې بهر د مالي هوکړو له لارې ختمې شوې.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب