کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: له پوتين نا امېد شوی يم

د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين په اړه ډېر نا اميد دی. نوموړی دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې څه موده وړاندی يې له پوتين سره په الاسکا او له هغه وروسته یې د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زيلنسکي او اروپايي مشرانو سره سپينه ماڼۍ کې وليدل. که څه هم ټرمپ له دغه ليدنو وروسته ويلي وو،…

2025-09-02 23:18 132۲ دقیقې لوستل
ټرمپ: له پوتين نا امېد شوی يم

د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي، د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين په اړه ډېر نا اميد دی.

نوموړی دغه څرګندونې وروسته له هغه کوي چې څه موده وړاندی يې له پوتين سره په الاسکا او له هغه وروسته یې د اوکراين له ولسمشر ولاديمير زيلنسکي او اروپايي مشرانو سره سپينه ماڼۍ کې وليدل.

که څه هم ټرمپ له دغه ليدنو وروسته ويلي وو، هيله‌مند دی چې سوله به راشي، خو تازه يې بيا ويلي، له پوتين نا اميد شوی دی.

ټرمپ دغه راز د زيلنسکي او پوتين ترمنځ د مستقيمو خبرو هيله څرګنده کړې او د داسې ناستې غوښتنه يې هم کړې چې واشنګټن هم پکې برخه ولري.

همدې حال کې بيا زيلنسکي ويلي، روسیه هڅه کوي چې اوکراين سره مستقيمې خبرې ونه‌کړي، خو روسيې ويلي، لا يې له اوکراين سره د ليدنې په اجنډا کار نه‌دی کړی.

ټرمپ څرګنده کړې ده چې پر داسې لارو غور کوي، څو د مرګ ژوبلې ګراف راښکته کړي.

هغه ويلي، پوره هڅه کوي چې د اوکراين امنيت تضمين کړي او که د سولې په برخه کې پرمختګ ونه‌شي پر روسيې به بندیزونه ولګوي.

ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې روسيې د اوکراین پنځمه برخه نيولې او نوموړی بیا د جګړې حل‌لاره د ځمکو تبادله ګڼي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب