کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ له چین او خپلو متحدینو غوښتي چې هرمز تنګي ته جنګي بېړۍ واستوي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هیله لري چې د نړۍ هغه هېوادونه چې د هرمز تنګي له لارې د انرژۍ او سوداګرۍ لېږد رالېږد کوي، د دې مهم سمندري مسیر د امنیت ساتلو لپاره خپلې جنګي بېړۍ سیمې ته واستوي. ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي، امریکا له وړاندې د ایران پوځي توان تر یوه حده کمزوری کړی، خو لا هم اندېښنه شته چې تهران کولی…

2026-03-14 11:50 237۱ دقیقې لوستل
ټرمپ له چین او خپلو متحدینو غوښتي چې هرمز تنګي ته جنګي بېړۍ واستوي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هیله لري چې د نړۍ هغه هېوادونه چې د هرمز تنګي له لارې د انرژۍ او سوداګرۍ لېږد رالېږد کوي، د دې مهم سمندري مسیر د امنیت ساتلو لپاره خپلې جنګي بېړۍ سیمې ته واستوي.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي، امریکا له وړاندې د ایران پوځي توان تر یوه حده کمزوری کړی، خو لا هم اندېښنه شته چې تهران کولی شي په یوازې ځان د هرمزتنګي امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

نوموړي له چین، بریتانیا، فرانسې، جاپان او جنوبي کوریا څخه غوښتي، چې د نړیوالې سوداګرۍ د دې مهمې لارې د خوندي ساتلو لپاره له امریکا سره پوځي همکاري وکړي.

ټرمپ زیاته کړه، ایران لا هم دا توان لري چې د سمندري ډرونونو او لنډ واټن ویشتونکو توغندیو په وسیله د بېړیو پر وړاندې بریدونه وکړي او د هرمز تنګی تګ راتګ له خطر سره مخ کړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب