کابل (کوه نور، ۲۰ اسد ۱۴۰۴): د نړۍوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه اجرایوې فرمان په لاسلیک کولو سره د چین او دغه هېواد ترمنځ د سوداګریزو اړیکو موده درې میاشتې نوره هم غځولې ده.
نیو یارک ټایمز خبر ورکړی چې، ټرمپ دغه فرمان پرون ورځ "دوشنبه، د اسد ۱۹مه" لاسلیک کړی؛ ترڅو د لوړو تعرفو او د صادراتو د محدودېدو ګواښ ته چې نړۍوال اقتصاد ته یې ټکان ورکړ لنډ مهالی فرصت رامنځته کړي.
ټایمز د ټرمپ له قوله لیکلي، د سوداګریزو اړیکو دا موده چې د نومبر تر ۱۰ نېټې غځېږي کولی شي د دواړو لوریو ترمنځ شته ستونزې هوارې او د چین د ولسمشر شي جینګ پینګ او ډونالډ ټرمپ ترمنځ د یوې ممکنه سرمشریزې جوړولو ته لار هواره کړي.
ټرمپ دا فرمان په داسې حال کې لاسلیک کړی چې نوموړي پرون ورځ "دوشنبه، د اسد ۱۹مه" ویلي و، د چین او امریکا هېوادونو ترمنځ خبرې ښه لور ته روانې دي.
هغه سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي "هغوئ (چینایان) ډېر ښه چلند کوي، له ولسمشر شي سره زما اړیکه ډېره ښه ده."
د CNBC د راپور په اساس، ټرمپ د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د اوربند موده یواځې څو ساعته مخکې له هغې اعلان کړې چې د بیجینګ د نیمې شپې پر مهال د مخکیني ۹۰ ورځو ځنډ موده پای ته رسېدله.




