کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ له ډنمارک د ګرين لينډ د اخيستلو پرېکړه ارزوي

د سپينې ماڼۍ وياندې کارولين ليويت ويلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد له امنيت شورا سره په‌ ګډه، له ډنمارک د ګرين لينډ جزيرې د اخيستلو پرېکړه ارزوي.نوموړې ويلي، دغه موضوع په جدي ډول تر تعقيب لاندې ده او د هر ډول پرېکړې واک له ټرمپ سره دی.نوموړې دغه څرګندونې په يوه خبرې کنفرانس کې کړي دي‌.ليويت همدار…

2026-01-08 03:25 143۱ دقیقې لوستل
ټرمپ له ډنمارک د ګرين لينډ د اخيستلو پرېکړه ارزوي

د سپينې ماڼۍ وياندې کارولين ليويت ويلي، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد له امنيت شورا سره په‌ ګډه، له ډنمارک د ګرين لينډ جزيرې د اخيستلو پرېکړه ارزوي.
نوموړې ويلي، دغه موضوع په جدي ډول تر تعقيب لاندې ده او د هر ډول پرېکړې واک له ټرمپ سره دی.
نوموړې دغه څرګندونې په يوه خبرې کنفرانس کې کړي دي‌.
ليويت همداراز د وينزويلا په اړه ويلي، د دغه هېواد هر ډول پرېکړه به له متحده ايالاتو کيږي او په دغه هېواد لګول شوي بندیزونه به هم له سره ارزول کيږي.
همدې‌ حال کې بیا د امریکا د بهرنیو چارو وزير مارکو روبيو ويلي، تمه ده چې ټرمپ به د ګرين لينډ د موضوع په تړاو له ډنمارک سره خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ډنمارک په ګډون ځينو نورو اروپايي هېوادونو د ټرمپ له دغې پرېکړې سره مخالفت ښودلې، خو ټرمپ ويلي، ګرين لينډ د امريکا ملي امنیت ته مهم دی او باید چې دغه سېمه ترلاسه کړي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب