کابل (کوه نور، ۱۱ اسد ۱۴۰۴):
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د روسیې د ګواښونو په غبرګون کې امر کړی چې د هېواد اټومي اوبتلونه دې په "مناسبو سیمو" کې ځای پر ځای شي.
دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د روسیې پخواني امنيت شورا مشر ديميتري مدودوف له اټومي وسلو د احتمالي کارونې یادونه وکړه.
نوموړي ویلي، چې که اړتیا پېښه شي؛ نو روسیه به د اټومي وسلو کارونه هم د یوې حل لارې په توګه وکاروي.
د هغه د دغو څرګندونو په غبرګون کې، ټرمپ دا موقف جدي او بېمسؤلیته بللی او د دفاعي تدابیرو د پیاوړتیا غوښتنه یې کړې.
هغه خبرداری ورکړی چې له احتیاطه ډکې خبرې باید وشي، ځکه نامسؤله څرګندونې کولای شي ناوړه پایلې ولري.
ټرمپ دوه ورځې وړاندې ګواښ کړی و، چې که د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د جګړې درولو لپاره ژر اقدام و نه کړي، نو سخت اقتصادي بندیزونه به ورباندې ولګوي.
که څه هم ټرمپ څو ځله هڅه کړې چې له پوتین سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې وکړي، خو تر اوسه یې کومه مثبته پایله نه ده ترلاسه کړې.




