کابل (کوه نور، ۲۸ سنبله ۱۴۰۴): نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا د فدرالي مخابراتو کمیسیون (FCC) ته اشاره کړې، چې ښايې د هغو ټلویزیوني شبکو جوازونه لغوه کړي کومې، چې د هغه په اړه منفي تبصرې یا خپرونې کوي.
ټرمپ د بریتانیا له دولتي سفره واشنګټن ته د ستنېدو پر مهال په Air Force One کې خبریالانو ته ویلي، نوموړي لوستي، چې ۹۷ سلنه خپرونې د ده پر ضد وې.
ټرمپ ویلي، سره له دې، چې دومره شمېر منفي خپرونې یې پر ضد وې؛ خو بیا یې هم ځان په اسانۍ سره ګټوونکی ښودلی دی.
نوموړي دا رسنۍ د دموکرات ګوند یوه څانګه بللې او تور یې پورې کړی، چې دوی قصداً د هغه پر ضد کمپاینونه کوي.
د راپورونو له مخې، د امریکا قانون د رسنیو د جواز لغوه کولو ته یواځې د تخنیکي او قانوني دلایلو پر اساس اجازه ورکوي؛ نه د سیاسي اختلافاتو له امله.
د ولسمشر ټرمپ لخوا د رسنیو د بندولو په اړه دا څرګندونې د هغه د شخصي عقدې او د رسنیو د دوامداره نیوکې پر بنسټ ښودل شوې دي.




