کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: هغه هېوادونه، چې له روسیې سره سوداګري کوي، ډېر ژر به له سختو بندیزونو سره مخ شي

کابل (کوه نور، ۲۶ عقرب ۱۴۰۴): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ټرمپ اعلان کړی، چې جمهوري‌پالان په کانګرس کې پر داسې طرحه کار کوي، چې له مخې به یې هر هغه هېواد چې له روسیې سره سوداګري کوي، له «سختو بندیزونو» سره مخ شي. ټرمپ پرون خبریالانو ته ویلي، دا طرحه د ده په وړاندیز چمتو شوې او هدف یې دا دی،…

2025-11-16 21:41 170۱ دقیقې لوستل
ټرمپ: هغه هېوادونه، چې له روسیې سره سوداګري کوي، ډېر ژر به له سختو بندیزونو سره مخ شي

کابل (کوه نور، ۲۶ عقرب ۱۴۰۴): د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر، دونالد ټرمپ اعلان کړی، چې جمهوري‌پالان په کانګرس کې پر داسې طرحه کار کوي، چې له مخې به یې هر هغه هېواد چې له روسیې سره سوداګري کوي، له «سختو بندیزونو» سره مخ شي.

ټرمپ پرون خبریالانو ته ویلي، دا طرحه د ده په وړاندیز چمتو شوې او هدف یې دا دی، چې پر هغو هېوادونو فشار واچول شي، چې لا هم له مسکو سره سوداګریزو اړیکو ته دوام ورکوي.

د نوموړي پر وینا، ښایې ایران هم د دې طرحې په هدف شوو هېوادونو کې شامل شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د واشنګټن او مسکو ترمنځ ترینګلتیاوې په وروستیو میاشتو کې ډېرې شوي او د ولسمشر ټرمپ اداره هڅه کوي، چې پر روسیې او د هغې پر متحدینو اقتصادي فشارونه ډېر کړي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب