کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: پر ايران به د بنديزونو نوې لړۍ پيل شي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ويلي، د ایران پر وړاندې د نوې او اوږدمهاله بندیز (بلاکاد) لپاره چمتووالی ونیسي. ټرمپ پریکړه کړې، چې د ایران اقتصاد او د تېلو صادرات لا د زیات فشار لاندې راولي، چې تر څو د ایران بندرونو ته د کښتیو تګ - راتګ نور هم محدود کړي. د ټرمپ پر وينا، چې امريکا نور انتخابونه هم لري، لک…

2026-04-29 02:31 65۱ دقیقې لوستل
ټرمپ: پر ايران به د بنديزونو نوې لړۍ پيل شي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته ويلي، د ایران پر وړاندې د نوې او اوږدمهاله بندیز (بلاکاد) لپاره چمتووالی ونیسي.

ټرمپ پریکړه کړې، چې د ایران اقتصاد او د تېلو صادرات لا د زیات فشار لاندې راولي، چې تر څو د ایران بندرونو ته د کښتیو تګ - راتګ نور هم محدود کړي.

د ټرمپ پر وينا، چې امريکا نور انتخابونه هم لري، لکه بیا پراخ پوځي بریدونه پیل کول، چې د اقتصادي بندیز په پرتله ډېر خطر لري.

بلخوا يو شمير امريکايي چارواکو وال سټریټ ژورنال ته ویلي، چې ټرمپ دا اقدام د ایران د نظام مالي سرچینو کمزوري کولو لپاره ترسره کوي، تر څو تهران دې ته اړ شي، چې له خپل اټومي پروګرام څخه لاس واخلي.

لیکوال/اېډېټر: Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai
Farmanullah zubairzai

فرمان سهار د کوه نور خبريال دی او په رسنیو کې د کار کولو دوه کلنه تجربه لري. سهار د لغمان پوهنتون ژورنالېزم پوهنځي څخه فارغ دی او اوسمهال کوه نور خبري اژانس لپاره په سياسي او ټولنیزو مسايلو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب