خبرياله: نازو عمري
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام انتخاب لا هم د ده پرمیز پروت دی.
ټرمپ د سهشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د ایران چارواکو غوښتل ۸۳۷ تنه لاریون کوونکي اعدام کړي، خو د امریکا له لوري تر جدي خبرداري وروسته دغه پلان عملي نه شو.
د نوموړي په وینا، هغه تهران ته خبرداری ورکړی و، چې که دا اعدامونه ترسره شي، نو له سختو پایلو سره به مخ شي.
ټرمپ ټینګار وکړ، چې د همدې فشار له امله ایران له دغې پرېکړې پر شا شو.
ټرمپ زیاته کړې، چې د ایران د راتلونکو ګامونو په اړه ډاډ نهلري، خو دا مهال د یادو کسانو د اعدام بهیر درېدلی دی.




