کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ پر هغه کښتیو چې بندیز پرې لګول شوی وینزوېلا ته ننوتلو او راوتلو په صورت کې د محاصرې امر کړی

ڪابل (کوه نور، ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون "سه شنبه" د تېلو ټولو هغو ټانکرو ته، چې بندیز پرې لګېدلی او وینزویلا ته داخلیږي یا ترې وځي، د محاصرې امر کړی دی.  د رویټرز په راپور کې راغلي، دا اقدام د نیکولاس مادورو پر حکومت د فشار زیاتولو لپاره د واشنګټن وروستۍ هڅه ده، چې د هغه د حکومت اصلي عایدات…

2025-12-16 22:22 176۲ دقیقې لوستل
ټرمپ پر هغه کښتیو چې بندیز پرې لګول شوی وینزوېلا ته ننوتلو او راوتلو په صورت کې د محاصرې امر کړی

ڪابل (کوه نور، ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون "سه شنبه" د تېلو ټولو هغو ټانکرو ته، چې بندیز پرې لګېدلی او وینزویلا ته داخلیږي یا ترې وځي، د محاصرې امر کړی دی. 

د رویټرز په راپور کې راغلي، دا اقدام د نیکولاس مادورو پر حکومت د فشار زیاتولو لپاره د واشنګټن وروستۍ هڅه ده، چې د هغه د حکومت اصلي عایداتي سرچینه په نښه کوي.

سرچینې لیکلي، تر اوسه دا روښانه نه ده، چې ټرمپ به دا اقدام څنګه عملي کوي او که به بیا د تېرو اوونیو په څېر د امریکا سمندري ساتنې ځواک "Coast Guard" ته د کښتو د درولو امر ورکړي.

ټرمپ پر خپل ټروت سوشیال لیکلي، د امریکا د شتمنیو غلا او نورو ګڼو دلایلو لکه تروریزم، د مخدره موادو قاچاق او د انسانانو قاچاق له امله، د وینزویلا رژیم یو بهرنی ترهګــ.....،،،،ـــریز سازمان اعلان شوی دی.

هغه زیاته کړې، له همدې امله، نن د تېلو ټولو هغه ټانکرونو، چې بندیز پرې لچول شوی د بشپړې او مطلقې محاصرې امر ورکول کېږي، که هغه وینزویلا ته داخلیږي یا ترې وځي.

د راپورونو له مخې، د ټرمپ تر اعلان وروسته، د امریکا د خامو تېلو بیه په آسیایي بازارونو کې تر یوې سلنې ډېره لوړه شوه او هر بیرل یې 55.96 ته ورسید، چې د سې‌شنبې په ورځ د تېلو بیه55.27 ته ښکته شوې وه، چې دا له فبرورۍ 2021 راهیسې تر ټولو ټیټه بیه ده.

 د یادونې وړ ده، چې د ټرمپ ادارې زرګونه سرتیري او شاوخوا لس جنګي کښتۍ، چې یوه یې د الوتکو وړونکې کښتۍ ده سیمې ته استولي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب