کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: په ايران کې د رژيم بدلون ښايي يوه غوره پرېکړه وي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ورستیو څرګندونو کې ويلي، د ايران رژيم زيان رسوونکی او دی او بدلون يې ښايي يوه غوره پرېکړه وي‌. هغه ويلي، دغه رژیم له اوږدې مودې راهيسې خبرې کوي؛ خو د عمل څرک يې نه ليدل کيږي. نوموړي زياته کړې، دغه رژيم د بشري حقونو په نقض، د خلکو ژوند ته په ګواښ او نورو سرغړونو تورن دی او باید مخني…

2026-02-13 23:38 123۱ دقیقې لوستل
ټرمپ: په ايران کې د رژيم بدلون ښايي يوه غوره پرېکړه وي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو ورستیو څرګندونو کې ويلي، د ايران رژيم زيان رسوونکی او دی او بدلون يې ښايي يوه غوره پرېکړه وي‌.

هغه ويلي، دغه رژیم له اوږدې مودې راهيسې خبرې کوي؛ خو د عمل څرک يې نه ليدل کيږي.

نوموړي زياته کړې، دغه رژيم د بشري حقونو په نقض، د خلکو ژوند ته په ګواښ او نورو سرغړونو تورن دی او باید مخنيوی يې وشي.

همدې حال کې بيا رويټرز راپور ورکړی، چې اوسمهال پر ايران د بريد په موخه د امريکا چمتوالی تر بل هر وخت ډېر شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې ايران ګواښ کړی که امريکا پرې د برید تېروتنه وکړه، نو سیمه به هم يوې جګړې ډګر وګرځي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب