کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ : په ایران کې جګړه د پای ته رسېدو په حال کې ده

د امریکا ولسمشر اعلان کړی، چې په نږدې وخت کې به په ایران کې روانه جګړه پای ته ورسېږي. نوموړي ویلي، چې په راتلونکو دوو تر درېیو اوونیو کې به هلته د امریکا پوځي عملیات بشپړ شي.  د هغه په وینا، دغه عملیات د اسرائیلو په همکارۍ ترسره شوي او موخه یې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی او د پوځي وړتیاوو کمول دي. هغ…

2026-03-31 23:54 419۱ دقیقې لوستل
ټرمپ : په ایران کې جګړه د پای ته رسېدو په حال کې ده

د امریکا ولسمشر اعلان کړی، چې په نږدې وخت کې به په ایران کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.

نوموړي ویلي، چې په راتلونکو دوو تر درېیو اوونیو کې به هلته د امریکا پوځي عملیات بشپړ شي.

 د هغه په وینا، دغه عملیات د اسرائیلو په همکارۍ ترسره شوي او موخه یې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو مخنیوی او د پوځي وړتیاوو کمول دي.

هغه ادعا کړې، چې اوس د ایران پر فضا کنټرول لري او د لوړپوړو سیاسي او پوځي څېرو د له منځه وړلو وروسته د واک په جوړښت کې بدلون راغلی دی.

ټرمپ د ایران نوي مشران د پخوانیو په پرتله بنسټپال او ډېر منطقي یاد کړي او زیاته کړې یې ده، چې ایراني مشران د کړکېچ پای ته رسول غوښتنه کوي هغه څه چې تهران وړاندې رد کړي وو.

ټرمپ همداراز ټینګار کړی، چې په ایران کې د پوځي عملیاتو له بشپړېدو وروسته به د تیلو بیې هم کمې شي.

لیکوال/اېډېټر: Nazo omari
Nazo omari
Nazo omari

نازو عمري په رسنيو کې د کار درې کلنه تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور نيوز خبرياله ده او په بېلابېلو سياسي او ټولنیزو موضوعاتو خبرونه او راپورونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب