کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: پوتین سره کومې هوکړې ته ونه رسېدم

کابل (کوه نور، ۲۵ اسد ۱۴۰۴):د امریکا ولسمشر ډونالډ پرون ورځ "جمع، د اسد ۲۴مه" ویلي، د روسیې له ولسمشر ولادي میر پوتین سره د دې هېواد او اوکراین د جګړې د ختمولو په اړه په یوه ناسته کې له درې ساعته خبرو کولو وروسته چې په الاسکا کې ترسره شوې کومې خاصې هوکړې ته نه یم رسېدلی. ټرمپ پخپلو خبرو کې ویلي، یاده ناسته کې ډېر داسې…

2025-08-15 20:43 229۲ دقیقې لوستل
ټرمپ: پوتین سره کومې هوکړې ته ونه رسېدم

کابل (کوه نور، ۲۵ اسد ۱۴۰۴):
د امریکا ولسمشر ډونالډ پرون ورځ "جمع، د اسد ۲۴مه" ویلي، د روسیې له ولسمشر ولادي میر پوتین سره د دې هېواد او اوکراین د جګړې د ختمولو په اړه په یوه ناسته کې له درې ساعته خبرو کولو وروسته چې په الاسکا کې ترسره شوې کومې خاصې هوکړې ته نه یم رسېدلی.

ټرمپ پخپلو خبرو کې ویلي، یاده ناسته کې ډېر داسې ټکي هم وو چې موږ پرې هوکړې ته ورسېدو؛ خو یو شمېر ستر ټکي شته چې تر دې دمه پرې بشپړه هوکړه نه دی شوی او پر وینا یې چې په دې ناسته کې دواړو لوریو یو انذازه پرمختګ کړی دی او تر هغې چې دواړه لوري هوکړه ونه‌کړي، موافقه نشته.

نوموړي د هغه ټکو په اړه د خبریالانو پوښتنې بې ځوابه پرېښودې چې ویلي یې و موږ د دې ناستې په دوام یو څه پرمختګ کړی دی‌. ټرمپ دا هم روښانه نه کړه چې دا پرمختګ د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې ختمولو برخه کې شوی او که نه.

ټرمپ ویلي، د یادې ناستې جزیات به له زلینسکي سره د ټیلفوني تماس له لارې شریک کړي.

بل پلو د اوکراین ولسمشر ولادي میر زلینسکي چې د دې ناستې غړی نه و نن سهار مهال په یوه ویډیوې کلیپ کې ویلي، چې هیله مند دی څو  امریکا له روسیې سره له خپل کلک دریځه کار واخلي.

راپورونو کې راغلي، د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین په دې ناسته کې بیا هم ټینګار کړی چې اوکراین باید تسلیم شي، یاد هېواد باید بې وسلې شي، له ناټو بهر شي او حتی خپل حکومت دي بدل کړي.

باید وویل شي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادي میرپوتین ترمنځ پرون ورځ "جمع، د اسد ۲۴مه" الاسکا کې د روسیې او اوکراین د جګړې ختمولو په موخه ناسته شوې وه او طمع کېده چې دواړه خواوې به یوې پایلې ته ورسېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب