کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: ځواکونو یې وینزوېلا کې هغه ځای په نښه کړی، چې د نشه یې توکو بارولو لپاره کارېده

ڪابل (ڪوه نور، ۹ جدي ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې د وینزویلا پر یوه ډاک یې برید کړی، هغه ځای، چې د ده پر وینا د نشه‌يي توکو د بارولو لپاره کارول کېده. ټرمپ د جمعې په ورځ په یوه راډیويي مرکه کې د وینزویلا پر ضد د برید یادونه کړې او کله، چې د دوشنبې په ورځ خبریالانو ترې  یاد هېواد کې د یوې چا…

2025-12-29 22:53 195۲ دقیقې لوستل
ټرمپ: ځواکونو یې وینزوېلا کې هغه ځای په نښه کړی، چې د نشه یې توکو بارولو لپاره کارېده

ڪابل (ڪوه نور، ۹ جدي ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادعا کړې، چې د وینزویلا پر یوه ډاک یې برید کړی، هغه ځای، چې د ده پر وینا د نشه‌يي توکو د بارولو لپاره کارول کېده.

ټرمپ د جمعې په ورځ په یوه راډیويي مرکه کې د وینزویلا پر ضد د برید یادونه کړې او کله، چې د دوشنبې په ورځ خبریالانو ترې  یاد هېواد کې د یوې چاودنې په اړه وپوښتل؛ نو ویې ویل، چې امریکا پر هغه تاسیساتو برید کړی چېرته، چې پر نشته یې توکو کښتۍ بارېږي.

هغه ویلي، په هغه بندر کې یوه لویه چاودنه شوې چېرته، چې وینزوېلا کښتۍ له نشه‌يي توکو باروي.

ټرمپ دا ونه‌ویل، چې دا برید د امریکا پوځ کړی که CIA، او نه‌ یې هم د برید دقیق ځای څرګند کړی دی.

د نړۍوالو رسنیو د راپورونو پر اساس، دا د امریکا له خوا وینزویلا کې د فشار د کمپاین له پیل وروسته، هلته د امریکايي ځواکونو لومړی ځمکنی برید بلل کېږي.

دا اعلان پرون د دوشنبه د جدي په نهمه وشو او ورسره هممهاله د امریکا پوځ وویل، چې په ختیځ پسیفیک سمندر کې یې پر یوه بله شکمنه د نشه‌يي توکو وړونکې کښتۍ هم برید کړی، چې لږ تر لږه دوه کسان په کې وژل شوي دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب