کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: چمتو یم، چې د اوکراین او روسیې کړکېچ زر تر زره پای ته ورسوم

کابل (کوه نور، ۵ لیندۍ ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هڅه کوي، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي پر هر ډول شرایطو، چې دواړه لوري پرې راضي وي.  د پولیټیکو ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د ټرمپ د خبرو اصلي هدف سوله ده او دا تر ټولو مهمه لاسته‌راوړنه کې…

2025-11-25 22:27 138۲ دقیقې لوستل
ټرمپ: چمتو یم، چې د اوکراین او روسیې کړکېچ زر تر زره پای ته ورسوم

کابل (کوه نور، ۵ لیندۍ ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هڅه کوي، چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه ژر تر ژره پای ته ورسوي پر هر ډول شرایطو، چې دواړه لوري پرې راضي وي.

 د پولیټیکو ورځپاڼې د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د ټرمپ د خبرو اصلي هدف سوله ده او دا تر ټولو مهمه لاسته‌راوړنه کېدای شي.

سرچینې زیاته کړې، چې ټرمپ به "هر هغه هوکړه ومني چې دواړه خواوې پرې ژر موافقه وکړي."

د پولیټیکو ورځپاڼې لخوا په خپره شوې په مقاله کې راغلي، چې ټرمپ غواړي جګړه پای ته ورسیږي، "هر څه چې د سولې هوکړه‌لیک کې وي، مهمه نه ده."

ټرمپ تر دې وړاندې ویلي و، چې ډاډه دی دواړه خواوې سولې ته ډېرې نږدې دي، چې یوې هوکړې ته ورسیږي.

 هغه زیاته کړې، "ما فکر کاوه دا موضوع به ژر حل شي، خو داسې ښکاري، چې یاده موضوع کې پرمختګ روان دی."

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د اوکراین د شخړې د حل لپاره باید مسکو، واشنګټن او کیف د ګډون درې‌اړخیز مذاکرات وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ امریکا د اوکراین او روسیې ترمنځ د ستونزې د حل لپاره یو ۲۸ ماده‌ییز پلان وړاندې کړ، چې د اروپا د یو شمېر متحدینو ناخوښي یې راوپاروله.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب