د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نيوز سره مرکه کې ويلي، ښايي د ايران حکومت سقوط ته نږدې شوی وي.
هغه د ايران پر حکومت نيوکه کړې، چې په تېر کې يې ملکي وګړي زندانونو ته وړل او ان وژل يې.
ټرمپ په دغه مرکه کې له لاريونوالو خپل ملاتړ اعلان کړی او ويلي يې دي، که ايران ورسره سخت چلند وکړي، نو امريکا به يې پر وړاندې غبرګون ښيي.
ورته مهال بیا د ایران د بشري حقونو سازمان هنګاو ويلي، تراوسه په دغه لاريونونو کې ۴۵ تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
دغه لاريونونه ايران کې د اقتصادي بحران پر ضد پيل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ايران کې لاريونونه ورځ تر بلې پراخيږي او ان په تاوتريخوالي بدل شوي دي.




