کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: که ايران اټومي وسلې ترلاسه کړې، اسرا... په څو دقيقو کې له منځه وړي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، که ايران اټومي وسلې ترلاسه کرې، نو په لومړيو څو دقيقو کې به اسرا... له منځه يوسي.هغه همداراز زياته کړې، چې د امريکا پخوانيو حکومتونو بايد ډېر مخکې د ايران اټومي پروګرام تړلی وای.نوموړي زياته کړې، دغه ګواښ يوازې اسرايلو ته نه؛ بلکې ټولې نړۍ ته متوجه دی.ټرمپ دغه څرګ…

2026-04-26 23:37 64۱ دقیقې لوستل
ټرمپ: که ايران اټومي وسلې ترلاسه کړې، اسرا... په څو دقيقو کې له منځه وړي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، که ايران اټومي وسلې ترلاسه کرې، نو په لومړيو څو دقيقو کې به اسرا... له منځه يوسي.
هغه همداراز زياته کړې، چې د امريکا پخوانيو حکومتونو بايد ډېر مخکې د ايران اټومي پروګرام تړلی وای.
نوموړي زياته کړې، دغه ګواښ يوازې اسرايلو ته نه؛ بلکې ټولې نړۍ ته متوجه دی.
ټرمپ دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې ټاکل شوې وه له ايران سره دويم پړاو مذاکرات‌ وکړي؛ خو د وروسته له هغې چې ايران له امريکا سره مخامخ خبرې رډ کړې، ټرمپ هم امريکا ته د خپل پلاوي سفر وځنډاوه.
هاخوا بيا د ايران د بهرنيو چارو وزير له پاکستان عمان له هغې وروسته بېرته پاکستان او له هغه ځايه روسيې ته روان شو.
دا په داسې حال کې ده، چې ايران يو ځل بيا ويلي، اوسنيو شرايطو کې له امريکا سره خبرې نه کوو‌

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب