ڪابل (ڪوه نور، ۱۱ جدي، ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن جمعه ویلي، که ایران پر سوله ییزو مظاهره چیانو ډزې وکړي او هغوی ووژني؛ نو د امریکا متحده ایالات به د هغوی د ژغورنې لپاره اقدام وکړي.
نوموړي د خپل تروټ سوشال په پوسټ کې لیکلي، دوی تیار دي، وسلې یې چارج دي او هر وخت چمتو دي، چې له ایرانه د سولییزو مظاهره چیانو غچ واخلي.
ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغه کړي، چې د ایران په بېلابېلو ولایتونو کې د سختو اقتصادي ستونزو پر ضد د وروستیو درېیو کلونو تر ټولو لویو مظاهرو پر مهال څو کسان وژل شوي دي.
د مظاهرهچیانو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې د نارضایتۍ مهم پرمختګ ښيي، کوم چې د یکشنبې راهیسې پیل شوی و، کله چې دوکاندارانو د حکومت د خراب اقتصادي مدیریت، د اسعارو د ارزښت د سقوط او د بیو د چټک لوړوالي پر ضد اعتراضونه پیل کړل.
د یادونې وړ ده، چې د ایران اقتصاد له ۲۰۱۸م کال راهیسې له سختو ستونزو سره مخ دی، کله چې ټرمپ د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې له نړیوالې اتومي هوکړې ووت او پر ایران یې بیا بندیزونه ولګول.




