کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: که باګرام راته رانه کړل شي نو بدې پېښې به رامنځته شي

کابل (کوه نور، ۳۰ سنبله ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که اسلا.مي امار.ت راته هغه ځای، چې موږ جوړ کړی ونه سپاري نو ډېرې بدې پېښې به رامنځته شي. ټرمپ یا هم سپینې ماڼۍ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، چې له کومې لارې غواړي افغانستان کې د باګرام هوایې اډه ترلاسه کړي. ټرمپ دا…

2025-09-20 23:07 142۲ دقیقې لوستل
ټرمپ: که باګرام راته رانه کړل شي نو بدې پېښې به رامنځته شي

کابل (کوه نور، ۳۰ سنبله ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ سپینه ماڼۍ کې پخپلو تازه څرګندونو کې ویلي، که اسلا.مي امار.ت راته هغه ځای، چې موږ جوړ کړی ونه سپاري نو ډېرې بدې پېښې به رامنځته شي.

ټرمپ یا هم سپینې ماڼۍ په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي، چې له کومې لارې غواړي افغانستان کې د باګرام هوایې اډه ترلاسه کړي.

ټرمپ دا خبر داری سپینه ماڼۍ او لندن کې د باګرام هوایې اډې له ستراتیژیک ارزښت یادولو وروسته ورکړی دي.

بل پلو افغان حکومت د ټرمپ د دې څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي؛ خو ځینې راپورونه خپاره شوي، چې د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالمتین قانع امریکا ته د باګرام ورکول رد کړي او هغه یې یو کرکجن عمل بللی دی.

ټرمپ دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تازه د افغان سولي لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم ویلي، چې ممکنه ده امریکا او اسل.امي ام.ارت د باګرام په مسله کې جوړ راشي.

په همدې حال کې د اسلام.ي ام.ارت یو لوړ پوړي چارواکي ذاکر جلالي ټرمپ یو بریالی تاجر او معامله کوونکی بللی او ویلي یې دي، چې افغانستان او امریکا له یو بل سره تعامل کولو ته اړتیا لري.

جلالي ویلي، افغانستان او امریکا کولی شي د متقابل احترام لرلو له امله یو بل سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري بغیر له دې، چې امریکا د افغانستان کومه برخه کې پوځي حضور ولري.

هغه زیاته کړې، افغانانو  تاریخ کې هم د چا پوځي حضور نه دی منلی او دا خبرې د دوحې په تړون کې په بشپړ ډول رد شوې دي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب