کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: که حماس له اسرایلو سره کړی اوربند مات کړي؛ نو له منځه به یوړل شي

کابل (کوه نور، ۲۹ مېزان ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ورځ حماس ته خبرداری ورکړی، چې که چېرې دا ډله له اسراییلو سره د غزې تړون مات کړي؛ نو له منځه به یووړل شي.  ټرمپ ویلي، چې حماس ته به یو چانس ورکړل شي؛ تر څو اوربند وساتي.  په همدې حال کې د ولسمشر ټرمپ مرستیال JD وینس له دې څرګندونو وروسته اسراییلو…

2025-10-20 21:52 88۳ دقیقې لوستل
ټرمپ: که حماس له اسرایلو سره کړی اوربند مات کړي؛ نو له منځه به یوړل شي

کابل (کوه نور، ۲۹ مېزان ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون ورځ حماس ته خبرداری ورکړی، چې که چېرې دا ډله له اسراییلو سره د غزې تړون مات کړي؛ نو له منځه به یووړل شي.

 ټرمپ ویلي، چې حماس ته به یو چانس ورکړل شي؛ تر څو اوربند وساتي.

 په همدې حال کې د ولسمشر ټرمپ مرستیال JD وینس له دې څرګندونو وروسته اسراییلو ته تللی؛ ترڅو له امریکايي استازو سره یو ځای شي، ځکه، چې د اوونۍ په پای کې تاوتریخوالي د اوربند پر سر خطر رامنځته کړی و.

ټرمپ سپینه ماڼۍ کې د استرالیا له صدراعظم انتوني البانیز سره د ګډې ناستې پر مهال خبریالانو ته ویلي، چې له حماس سره یې یوه معامله کړې، چې هغوی به ښه چلند کوي، سم او مهربانه به وي.

د ټرمپ پر وینا، که حماس داسې ونه کړي نو د هغوئ د له منځه تللو لپاره به ورشي او که اړتیا وه نو یاده فلسطینۍ ډله به له منځه یوسي.

ټرمپ دا هم ویلي، چې حماس اوس ډېر کمزوری شوی، ځکه، چې د سیمې ملاتړی ایران د امریکا او اسراییلو تر سږنیو بریدونو وروسته احتمال نه لري، چې له فلسطین مرسته وکړي.

ټرمپ لږ تر لږه دوه اوونۍ وړاندې د غزې د تړون منځګړیتوب کړی و؛ خو دا تړون بیا بیا له ګواښ سره مخ شوی، ځکه اسراییل حماس تورنوي، چې د وژل شویو او یرغمل شویو د جسدونو سپارلو کې ځنډ کوي او بریدونه ترسره کوي.

بل پلو د حماس مشر مذاکره‌کوونکی، "خلیل الحیة" د مصر له "القاهره نیوز" سره په خبرو کې ویلي، چې دا ډله لا هم د اوربند تړون ته ژمنه ده.

هغه د سه شنبې سهار په خپرو شویو څرګندونو کې ویلي،  چې د جسدونو راایستلو کار ورته ډېر ستونزمن شوی؛ خو پر وینا یې، چې دوی جدي دي او سخت کار کوي، چې خپل پاتې جسدونه وباسي.

د نوموړي پر وینا، د غزې تړون به دوام پیدا کړي، ځکه دوی یې دوام غواړي او د یاد تړون د پابندۍ لپاره یې اراده قوي ده.

په همدې حال کې د ټرمپ ځانګړي استازي سټیو ویټکاف او د هغه زوم او سلاکار جیرډ کوشنر د دوشنبې په ورځ د اسراییلو له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره کتلي؛ ترڅو د سیمې د حالاتو په اړه خبرې وکړي.

همداراز، د ډونالډ ټرمپ مرستیال ولسمشر JD وینس او مېرمن یې اوشا د واشنګټن څخه اسراییلو ته روان شوي؛ خو خبریالانو ته یې د خپل سفر په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی.

د اسرایلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر بیا ویلي، چې JDوینس او د هغه میرمن اوشا به هم له هغه سره وویني.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب