کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: که مونږ ګرینلینډ ونه نيسو؛ نو چين يا روسيه يې نيسي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا د ګرینلینډ په لاسته راوړلو ټينګار کړی او دغه سيمه يې د خپل ملي امنيت لپاره مهمه بللې ده. ټرمپ ويلي، که امريکا اوس د ګرینلینډ د نيولو موضوع پرېږدي، نو پر دغه سيمه به چين يا هم روسيه خپل کنټرول لاندې راولي. هغه زياته کړې، هیڅ کوم کار بايد د دې لامل نشي، چې ګرینلینډ دې د امريکا له لاس…

2026-01-14 10:47 197۱ دقیقې لوستل
ټرمپ: که مونږ ګرینلینډ ونه نيسو؛ نو چين يا روسيه يې نيسي

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو ځل بيا د ګرینلینډ په لاسته راوړلو ټينګار کړی او دغه سيمه يې د خپل ملي امنيت لپاره مهمه بللې ده.

ټرمپ ويلي، که امريکا اوس د ګرینلینډ د نيولو موضوع پرېږدي، نو پر دغه سيمه به چين يا هم روسيه خپل کنټرول لاندې راولي.

هغه زياته کړې، هیڅ کوم کار بايد د دې لامل نشي، چې ګرینلینډ دې د امريکا له لاسه ووځي.

هاخوا بيا ډنمارک د ټرمپ دغه ډول څرګندونې غندلي او ويلي يي دي، چې دغه سيمه به د هيچا واک کې ورنکړي.

د يادونې ده چې ډېری اروپايي هېوادونو د ټرمپ دغې پریکړې سره مخالف ښودلی؛ خو ټرمپ بيا دغه چاره د ناټو د پياوړتيا لپاره هم مهمه بللې ده.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب