کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټرمپ: که پوتين تر راتلونکو ۵۰ ورځو جګړه ونه‌دروي، نو سخت بندیزونه به پرې ولګوو

کابل (کوه‌نور ۲۶ سرطان ۱۴۰۴): الجزيرې ويلي، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی دی که د روسيې ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر راتلونکو ۵۰ ورځو نوره‌ هم جګړه ونه‌دري، نو پر دغه هېواد به لوړې تعرفې ولګوي‌. ټرمپ دغه ګواښ داسې مهال کوي چې، دی له ولسمشري وړاندې د کمپاینونو پر مهال ويلي وو، که ولسمشر شو، نو لومړيو…

2025-07-17 00:01 161۱ دقیقې لوستل
ټرمپ: که پوتين تر راتلونکو ۵۰ ورځو جګړه ونه‌دروي، نو سخت بندیزونه به پرې ولګوو

کابل (کوه‌نور ۲۶ سرطان ۱۴۰۴):

الجزيرې ويلي، د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی دی که د روسيې ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر راتلونکو ۵۰ ورځو نوره‌ هم جګړه ونه‌دري، نو پر دغه هېواد به لوړې تعرفې ولګوي‌.

ټرمپ دغه ګواښ داسې مهال کوي چې، دی له ولسمشري وړاندې د کمپاینونو پر مهال ويلي وو، که ولسمشر شو، نو لومړيو ۲۴ ساعتونو کې به د اوکراين جګړه پای ته ورسوي.

وروسته له هغې، چې ټرمپ ولسمشر شوی، لږ تر لږه يې له پوتين سره شپږ ځلي تیلیفوني خبرې کړي، خو لا هم داسې يوې نتيجې ته ندي رسېدلي چې له مخې يې روسیه له اوکراین سره اوربند وکړي.

همدې حال کې بیا د روسي، اوکرايني او امريکايي چارواکو ترمنځ مستقيمې او غير مستقيمې خبرې هم شوي، خو لا يې کومه نتيجه نده ورکړې.

ټرمپ تېره دوشنبه د ناټو له عمومي سرمنشي مارک روټه سره خبرو کې ويلي وو، له پوتين خوښ ندی او اوکراین ته به د ميلياردونه ډالرو په ارزښت نظامي تجهيزات ورکړي.

له دې ټولو سره - سره بیا پوتين ويلي، اوکراین سره نظامي مرستې د جګړې اوږدولو په معنا ده.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب