کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټي ټي پي تېره یوه میاشت کې ۷۷ پاکستاني نظامیان وژلي

د پاکستان حکومت پر ضد جنګېدونکې ډلې یا ټي ټي پي په تېره یوه میاشت کې ۶۴ بریدونه ترسره کړي دي. د یادې ډلې له لوري تېره شپه ناوخته په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دغو بریدونو پر مهال یې ۷۷ پاکستاني نظامیان وژلي او ۹۵ نور یې ژوبل کړي دي.    خبر پاڼه کې زیاته شوې چې په وژل شویو او ټپیانو کې پاکستاني پوځیان او…

2024-03-01 19:00 188۲ دقیقې لوستل
ټي ټي پي تېره یوه میاشت کې ۷۷ پاکستاني نظامیان وژلي

د پاکستان حکومت پر ضد جنګېدونکې ډلې یا ټي ټي پي په تېره یوه میاشت کې ۶۴ بریدونه ترسره کړي دي.

د یادې ډلې له لوري تېره شپه ناوخته په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې د دغو بریدونو پر مهال یې ۷۷ پاکستاني نظامیان وژلي او ۹۵ نور یې ژوبل کړي دي.   

خبر پاڼه کې زیاته شوې چې په وژل شویو او ټپیانو کې پاکستاني پوځیان او پولیس شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دغه بریدونه د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان، ټانک، سویلي وزیرستان، بنو، لکي مروت، شمالي وزیرستان، پېښور، مردان، ملاکنډ، باجوړ، بونیر، لوی دېر، چمن، پښین او قلعه عبدالله کې ترسره شوي دي.

دغه بریدونه ۱۴ ځوابي، ۱۳ لیزر، ۱۱ چریکي، ۶ د لاسي بمونو، ۳ د هدفي وژنو او دوه توغندیز ښودل شوي دي. 

ټي ټي پي ادعا کړې چې په دې موده کې یې ګڼ پوځي وسایط تخریب او په زیاته اندازه وسله یې هم ترلاسه کړې.

که څه هم تر اوسه پاکستاني حکومت په دې اړه رسمي څه نه دي وي؛ خو تر دې وړاندې یې ادعا کړې وه وسله وال یې پر ضد افغان خاوره کاروي، هغه څه چې افغان حکومت یې تل ردوي.

په وروستیو کې پاکستان کې د امنیتي وضعیت خرابېدو سربېره سیاسي وضعیت هم کړکېچن شوی دی. 

هلته تر ټاکنو وروسته د ګوندونو ترمنځ د پایلو پر سر اختلافاتو زور اخیستی او باور دا دی چې د پاکستان بحران به لا پسې زیات کړي.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب