کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

ټي،t،..پي: تېر زېږديز کال مو څه باندې ۳۸۰۰ پاکستاني پوځيان وژلي

ټي،..ټي،...پي په يوه راپور کې ويلي، تېر ۲۰۲۵ زيږديز کال يې د پاکستان د پوځ خلاف شاوخوا ۳۵۰۰ بريدونه کړي چې پکې ۳۸۱۸ پاکستاني سرتيري هلاک شوي او سلګونه نور ژوبل شوي دي.راپور کې راغلي، د دغه بريدونو پر مهال ګڼ شمېر پوځيان ژوندي نيول شوي، وسلې او نور تجهيزات هم ترې ترلاسه شوي دي.سرچينه زياتوي، دغه بريدونه ډېری یې د خيبر پ…

2026-01-01 10:58 223۱ دقیقې لوستل
ټي،t،..پي: تېر زېږديز کال مو څه باندې ۳۸۰۰ پاکستاني پوځيان وژلي

ټي،..ټي،...پي په يوه راپور کې ويلي، تېر ۲۰۲۵ زيږديز کال يې د پاکستان د پوځ خلاف شاوخوا ۳۵۰۰ بريدونه کړي چې پکې ۳۸۱۸ پاکستاني سرتيري هلاک شوي او سلګونه نور ژوبل شوي دي.
راپور کې راغلي، د دغه بريدونو پر مهال ګڼ شمېر پوځيان ژوندي نيول شوي، وسلې او نور تجهيزات هم ترې ترلاسه شوي دي.
سرچينه زياتوي، دغه بريدونه ډېری یې د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې شوي او دغه راز پنجاب او وزيرستان هم څه ناڅه اغیزمن شوي دي.
پاکستان د خپل حکومت خلاف د دغې جنګېدونکې ډلې څرګندونو ته څه نه دي ويلي‌.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب