کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پاکستاني سوداګرو له مولانا فضل الرحمن غوښتې چې افغانستان سره د لارې په خلاصولو کې مرسته وکړي

ځينی پاکستاني سوداګرو د جمعيت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن څخه غوښتنه کړې ده چې له خپل نفوذ څخه په ګټې اخيستنې دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارې په خلاصولو کې مرسته وکړي. دغه سوداګرو په ليدنه کې ټينګار کړی چې له افغانستان سره بايد سوداګري بیرته پيل شي. د ياد ګوند رسنيز دفتر د پاکستاني سوداګرو له قوله ليکلي،…

2025-11-27 03:11 176۱ دقیقې لوستل
پاکستاني سوداګرو له مولانا فضل الرحمن غوښتې چې افغانستان سره د لارې په خلاصولو کې مرسته وکړي

ځينی پاکستاني سوداګرو د جمعيت علمای اسلام ګوند له مشر مولانا فضل الرحمن څخه غوښتنه کړې ده چې له خپل نفوذ څخه په ګټې اخيستنې دې د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارې په خلاصولو کې مرسته وکړي.

دغه سوداګرو په ليدنه کې ټينګار کړی چې له افغانستان سره بايد سوداګري بیرته پيل شي.

د ياد ګوند رسنيز دفتر د پاکستاني سوداګرو له قوله ليکلي، د لارې له بندېدو راهيسې یې ۴۵ ميليارده پاکستانۍ کلدارې زيان ليدلی دی.

سرچینې ليکلي، که حکومت د سوداګرو غږ وانه‌وري، نو سوداګر به له پراخو زيانونو سره مخ شي.

همدې حال کې بیا فضل الرحمن له افغانستان سره د سوداګري پر بندېدو خواشيني څرګنده کړې او د خپلو هڅو ډاډ یې ورکړی دی‌.

د يادونې ده چې پاکستان افغانستان سره خپلې لارې پر فرضي کرښه له جګړې وروسته وتړلې.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب