کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پاکستاني پولیس: نوشکي سیمه کې د وروستۍ پېښې عاملین پیدا کوو

پاکستاني پولیس وايي، د هغو وسله والو لټون یې پیل کړی، چې د بلوچستان په نوشکي سیمه کې یې ۱۱ پاکستاني وګړي وژلي دي. دوی د ملکي وګړو وژل کېدل غیر انساني کړنه بللې او ویلي یې دي چې عاملین به یې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري. سره له دې، چې تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی؛ خو پاکستاني لوري د پېښې پړه پر بلوڅ ا…

2024-04-13 00:46 153۱ دقیقې لوستل
پاکستاني پولیس: نوشکي سیمه کې د وروستۍ پېښې عاملین پیدا کوو

پاکستاني پولیس وايي، د هغو وسله والو لټون یې پیل کړی، چې د بلوچستان په نوشکي سیمه کې یې ۱۱ پاکستاني وګړي وژلي دي.

دوی د ملکي وګړو وژل کېدل غیر انساني کړنه بللې او ویلي یې دي چې عاملین به یې ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپاري.

سره له دې، چې تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی؛ خو پاکستاني لوري د پېښې پړه پر بلوڅ ازادي غوښتونکو ور اچولې ده.

د راپورنو پر اساس، په وژل شویو کسانو کې نهه یې د پنجاب اوسېدونکي وو.

یاد کسان په یو بس موټر کې د بلوچستان له مرکز کوېټې څخه د ایران تفتان ته پر لاره وو چې له نوشکي ښار څخه شپږ کیلو متره لرې په« سلطاني چړهايي» سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو کسانو له لوري له بس ښکته او بیا پرې ډزې شوې دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورنو له مخې، په پېښه کې پنځه کسان ټپیان شوي، چې اوس مهال تر درملنې لاندې دي.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په بلوچستان او پښتونخوا کې د نا امنۍ پېښې زیاتې شوې، چې ډېری یې د پاکستاني پوځیانو خلاف کېږي

خبرياله: خاطره اکبري 

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب