د بلوڅ لاريونوالو مشرې ماهرنګ بلوڅ ويلي، پاکستاني پوځيانو په ګوادر کې د دوی په سولييز لاريونوالو بريد کړی دی.
نوموړې په يوه پیغام کې ویلي، پاکستانی حکومت له دوی سره د مذاکراتو پر ځای پر دوی بريد کړی دی.
نوموړې ويلي، تراوسه د ټپيانو کره شمېر ندی معلوم.
دې همداراز ادعا کړې چې پاکستاني پوځيانو يې ډېر شمېر کسان هم له ځان سره وړي دي.
بلوڅ دغه راز ګواښ کړی که په راتلونکي کې يې ملګرو ته نور زيان واوښت مسووليت به يې د پاکستاني حکومت پر غاړه وي.
د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم پاکستاني پوځيانو د پښتونخوا په بنو کې هم پر سولييزو لاريونوالو ډزې کړې وې او ګڼ شمېر يې ټپيان کړي وو.




