کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پاکستان او پښتونخوا کې سیلابونو تر ۱۵۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

 کابل (کوه نورـ ۲۷ اسد ۱۴۰۴): د پاکستان د طبيعي پېښو د مدیریت ادارې ويلي، روان کال پاکستان او خيبر پښتونخوا کې د سېلابونو راوتو له امله تراوسه ۶۵۷ تنه مړه شوي او ۹۲۹ نور ټپيان دي. پاکستاني رسنيو د دغې ادارې له قوله ليکلي، دغه کسان د جون مياشتې له ۲۶‌مې مړه او ټپيان شوي دي. د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، په م…

2025-08-18 02:44 219۱ دقیقې لوستل
پاکستان او پښتونخوا کې سیلابونو تر ۱۵۰۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

 کابل (کوه نورـ ۲۷ اسد ۱۴۰۴):

د پاکستان د طبيعي پېښو د مدیریت ادارې ويلي، روان کال پاکستان او خيبر پښتونخوا کې د سېلابونو راوتو له امله تراوسه ۶۵۷ تنه مړه شوي او ۹۲۹ نور ټپيان دي.

پاکستاني رسنيو د دغې ادارې له قوله ليکلي، دغه کسان د جون مياشتې له ۲۶‌مې مړه او ټپيان شوي دي.

د يادې ادارې د معلوماتو له مخې، په مړه شويو کې، ۱۷۱ ماشومان، ۹۴ ښځې او ۳۹۲ سړي شامل دي.

سېلابونو تر ټولو ډېر زيان په خيبر پښتونخوا کې اړولی چې پکې ۳۹۰ تنه مړه شوي او سلګونه نور ټپيان او ورک دي.

همدې حال کې بيا پنجاب کې هم د سېلابونو له امله ۱۶۱ تنه مړه شوي چې ۷۰ پکې ماشومان دي.

هاخوا بيا سند کې ۲۸، بلوچستان کې ۲۰ او ګلګت بلتستان کې ۳۲ تنه د سېلابونو راوتو له امله مړه شوي دي.

اسلام اباد کې بيا د سیلاب له امله ځاني تلفات تر نورو سیمو کم ۸ تنه دي.

ورته مهال بيا په پاکستان او خيبر پښتونخوا کې د نورو بارانونو ورېدو او سیلابونو د راوتو اټکل شوی دی.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب