کابل (کوه نور، ۱۳ اسد ۱۴۰۴): د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، د بیت الاسرا مسجد ته د اسرایلي وزیرانو، مېشتو خلکو د ډلې او د اسرایلي پوځیانو تر څارنې لاندې د ورننوتلو د وروستۍ پېښې غندنه کوم.
شریف ویلي، دا سپکاوی چې د اسلام له تر ټولو مقدسو ځایونو یوه ته شوی چې نه یواځې د ټولې اسلامې نړۍ توهین دی؛ بلکې د بشریت د شریک وجدان او نړۍوال قانون پر وړاندې ښکاره تېری دی.
نوموړي ویلي، د اسرایلو دا ډول شرمونکې کړنې په فلسطین او سیمه کې په پراخه کچه تاوتریخوالي ته لار هواروي او په دې کار سره یو ځل بیا منځنی ختیځ د بې ثباتۍ او شخړو پر لور تللی شي.
د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا په بېړنۍ توګه د اوربند، د ټولو بریدونو بندېدو او د یوه باوري سولېیز بهیر د پیل غوښتنه کړې ده.
هغه ویلي، د نړۍوالو قوانینو او اړوندو ملګرو ملتونو د پرېکړې پر بنسټ داسې یوه سوله او اوربند غواړو چې پایله یې د فلسطیني دولت په دوامداره توګه د خپلواکۍ لرل وي او پلازمېنه یې القُدس شریف وي.




