د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د یو بیان په خپرولو سره ویلي، د جرمني چارواکي د قونسلګري د سیمې امنیت او تقدس ساتلو کې ناکام شوي دي او پر قونسلګري بريد یې د سختدریځو عمل بللی دي.
بيان کې لیکل شوي، د جولای د شلمې پېښه کې د پاکستان د قونسلګري امنيت مات شوی چې ورسره د کارکونکو ژوند هم له خطر سره مخ شوی دی.
یاد وزارت د جرمني له حکومت څخه غوښتنه کړې چې د ویانا کنوانسیون پر بنسټ ذمهواري پوره کولو لپاره په جرمني کې د پاکستان د سفارتي کسانو د خونديتوب لپاره ګامونه واخلي.
بيان کې د جرمني له حکومت څخه غوښتنه شوې چې حملهکوونکي په فوري توګه ونيسي او سزا ورکړي او د هغو خلکو خلاف هم اقدامات وکړي چې د قونسلګرۍ حفاظت کې ناکام شوي دي.
دغه وزارت دا نه دي ويلي چې حمله چا کړي ده خو په ټولنيزو رسنيو کي داسي ويډيوګاني او انځورونه کښته پورته کېږي چې ځيني بريدګرو سره د افغانستان درې رنګه بيرغونه دي او له وداني څخه د پاکستان بيرغ را کوزهوي.




