د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې د اوکراین د ولسمشر ولاديمير زيلنسکي هغه ادعا رد کړه چې ويلي يې وو، پاکستانيان د روسيې په ملاتړ له دغه هېواد سره جګړه کوي.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ياده ادعا بې بنسټه بللې ده.
سرچينې ليکلي، اوکراین ترې نه د دې موضوع په اړه پوښتنه کړې او نه يې کوم کره ثبوت وړاندې کړی دی.
دغه وزارت ليکلي، دا موضوع به د اوکراین له چارواکو سره شریکه او په دې اړه به ترې وضاحت هم وغواړي.
یاد وزارت زياته کړې، هېواد يې د ډيپلوماسۍ له لارې د اوکراین د شخړې د حل لارې غوښتونکی دی.
پاکستان دغه ادعا داسې وخت ردوي چې د اوکراین ولسمشر تېره ورځ وويل، د روسيې په ملاتړ د پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او افريقايي هېوادونو وګړي د روسيې په ملاتړ له دغه هېواد سره جګړه چې ښکېل دي.
نوموړي ويلي، دغه کړنه به بې ځوابه پرېنږدي.




