پاکستاني پولیسو په خیبر پښتونخوا کې د بنو پر پوځي مرکز د بريد په تړاو ۲۴ نفره نيولي دي.
د پاکستاني رسنيو د راپورنو له مخې، ياد کسان يې د يوې محلي جرګې سره په همغږي نيولي دي.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ له دغه کسانو يې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم نيولي دي.
د روانې جولای مياشتې په ۱۵ مه نېټه د بنو پر پوځي مرکز بريد کې اته پاکستاني سرتيري ووژل شو او نږدې اويا تنه نور ټپيان شول.
پر بنو بريد داسې مهال ترسره شو چې پاکستان په خيبر پښتونخوا کې د عزم استحکام په نوم د ترهګرو د ځپلو په نوم عملیات اعلان کړي چې په پښتونخوا کې ورسره ډېری خلک مخالف دي.




