کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پاکستان: هر وخت چې اړتيا شوه سعودي سره مرستې ته چمتو يو

د پاکستان د لومړي وزیر ویاند مشرف زيدي ويلي، پاکستان چمتو دی، چې د اړتيا په صورت کې له سعودي عربستان سره هر ډول مرسته وکړي. نوموړي ويلي، د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ دفاعي همکاري نوې نه ده؛ بلکې له پخوا راهیسې له یو بل سره همکار پاتې شوي دي.دغه څرګندونې داسې مهال کيږي، چې ايران له تېرو دولسو ورځو راهيسې سعودي عربست…

2026-03-11 10:35 141۱ دقیقې لوستل
پاکستان: هر وخت چې اړتيا شوه سعودي سره مرستې ته چمتو يو

د پاکستان د لومړي وزیر ویاند مشرف زيدي ويلي، پاکستان چمتو دی، چې د اړتيا په صورت کې له سعودي عربستان سره هر ډول مرسته وکړي.

نوموړي ويلي، د سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ دفاعي همکاري نوې نه ده؛ بلکې له پخوا راهیسې له یو بل سره همکار پاتې شوي دي.
دغه څرګندونې داسې مهال کيږي، چې ايران له تېرو دولسو ورځو راهيسې سعودي عربستان کې د امريکا اډې په نښه کړي، هغه چې پاکستان يوازې غندلي دي.

د يادونې ده، چې پاکستان او سعودي عربستان د دفاعي همکاري تړون لري او دواړه هېوادونه يو له بل سره د برید په صورت کې مرسته کوي.

لیکوال/اېډېټر: Hamdullah Danish
Hamdullah Danish
Hamdullah Danish

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب