د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي، اسلام اباد کې وروستی برید د يو افغان وګړي له لوري شوی دی.
محسن نقوي زياته کړې، دغه ځا،ن؛م..رګی افغانستان کې روزل شوی او بیا پاکستان ته استول شوی وو.
همدې حال کې بیا پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ويلي، د وزيرستان په واڼه کې پر يوه پوځي مرکز برید له افغانستان څخه رهبري کېده.
د دغه هېواد امنيتي مسوولينو ويلي، بريدګرو ته د تيليفون له لارې له افغانستان څخه لارښوونې کېدې
په دغه ورستيو دوو بريدونو کې چې يو يې اسلام اباد کې وشو پکې ۱۳ تنه ووژل شول او له ۲۰ تنو ډېر ټپيان شول.
بل بريد بيا په وزيرستان کې وشو چې پکې د دو پوځيانو په ګډون درې تنه ووژل شول او لس نور ټپيان شول.
پاکستان د دغه بريدونو پړه داسې مهال پر افغان حکومت اچوي چې بهرنیوچارو وزارت په يادو بريدونو خواشينی ښودلې ده.
پاکستان: پاکستان کې ورستۍ پېښې له افغانستان رهبري کېدلې
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي، اسلام اباد کې وروستی برید د يو افغان وګړي له لوري شوی دی.محسن نقوي زياته کړې، دغه ځا،ن؛م..رګی افغانستان کې روزل شوی او بیا پاکستان ته استول شوی وو.همدې حال کې بیا پاکستاني رسنيو د دغه هېواد د چارواکو له قوله ويلي، د وزيرستان په واڼه کې پر يوه پوځي مرکز برید له افغانستان څخه…

حمدالله دانش په ژورنالېزم کې درې کلنه تجربه لري او اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره د ټولنیزو او سياسي موضوعاتو په اړه راپورونه او خبرونه جوړوي.



