د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي اعلان کړی چې د روان کال تر پایه به له قانوني اسنادو پرته افغانانو ته په دغه هېواد کې د اوسېدو اجازه ور نه کړل شي.
د دغه هېواد د رسنیو په وینا، محسن نقوي د دې سند ترلاسه کولو لپاره د ډیسمبر ۳۱ مه نېټه ټاکلې ده.
نوموړی ټینګار کړی چې له دې نیټې وروسته باید ټول هغه افغانان چې په اسلام اباد کې اوسیږي باید د نه اعتراض سند (NOC) ترلاسه کړي.
بل خوا د ایران بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې خبرداری ورکړی وو چې د روان کال تر پایه به ۲.۵ میلیونه بې اسناده کډوال له ایران وباسي.
د یادونې وړ ده چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) د معلوماتو له مخې، اوسمهال په ایران کې نږدې ۴،۵ میلیونه افغان کډوال د کډوالۍ قانوني اسناد او د اوږدې مودې د اوسېدو ویزې لري.




