کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پاکستان په تېرو دوه میاشتو کې له ۲۱۶ زرو ډېر افغان کډوال راویستلي

د پاکستان د کورنیو چارو وزرات خبر ورکړی چې له یاد هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د ویستلو لړۍ یې چټکه کړې او په تېرو دوه میاشتو کې یې له ۲۱۶ زرو ډېر افغان کډوال له دغه هېواده راویستلي دي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس یاد وزارت د جون په لسمه د سه شنبې په ورځ د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ د تېزوالي خبر ورکړی او افغا…

2025-06-10 22:16 13۲ دقیقې لوستل
پاکستان په تېرو دوه میاشتو کې له ۲۱۶ زرو ډېر افغان کډوال راویستلي

د پاکستان د کورنیو چارو وزرات خبر ورکړی چې له یاد هېواده د ناقانونه افغان کډوالو د ویستلو لړۍ یې چټکه کړې او په تېرو دوه میاشتو کې یې له ۲۱۶ زرو ډېر افغان کډوال له دغه هېواده راویستلي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس یاد وزارت د جون په لسمه د سه شنبې په ورځ د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ د تېزوالي خبر ورکړی او افغان کډوالو ته ویل شوي چې پخپله خوښه دي یاد هېواد پرېږدي.

پاکستانیو چارواکو ویلي چې د روان میلادي کال د اپرېل میاشتې له لومړۍ  نېټې د افغان شهرت کارت"ICC" لرونکي افغانان هم ویستل کېږي.

 د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ویلي چې له پاکستانه ویستل کېدونکو افغانانو او په ځانګړي ډول میرمنو، ماشومانو او سپین ږيرو سره به په احترامانه ډول چلند ترسره شي او په سرحداتو کې به ورته د انتقال پرمهال د خوړو او روغتیایې خدماتو اسانتیاوې برابرې شي.

د دغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې که کوم چا د افغان کډوالو د ویستلو بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کړ نو ورسره به سخت قانوني چلند وشي.

د راپورونو په اساس له ۲۰۲۳ کال را په دېخوا له پاکستانه هېواد ته له یو میلیون ډېر هغه افغان کډوال را اړول شوي دي چې قانوني اسناد یې نه لرل.

باید وویل شي چې په همدې حال کې ایران هم د افغان کډوالو د ویستلو لړۍ ته چټکتیا ورکړې او هره میاشت له یاد هېواده زرګونه افغانان هېواد ته را اړول کېږي.

لیکوال/اېډېټر: Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani
Bilal ahmad Meerani

بلال احمد مېړنی افغان خبريال دی. د لغمان پوهنتون له ژونالېزم پوهنځی فارغ دی او له بېلابېلو رسنيو سره د کار درې کلنه کاري تجربه لري. هغه اوسمهال د کوه نور خبري اژانس لپاره پر مهمو سياسي او ټولنيزو موضوعاتو راپورونه او خبرونه جوړوي.

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب