د پاکستان حکومت د پټرولو او ډيزلو قیمتونه یو ځل بيا لوړ کړل. دوی د پټرولو په قیمت کې ۲۶ روپۍ او ۲ پيسې او د ډيزلو په قیمت کې ۱۷ روپۍ او ۳۴ پيسې زياتوالی راوستی دی.
د پاکستان د خزانې وزارت ويلي، په نړيوال مارکېټ د تېلو د قیمتونو د لوړېدو له امله دوی هم د تېلو د بيو د لوړېدو پرېکړه کړې ده.
د پاکستان حکومت ویلي، چې نوي ټاکل شوي قیمتونه همدا نن شنبه (د سپتمبر له ۱۶مې) عملي وي.
د نوي، ټاکل شويو قیمتونو له مخې به په دې هېواد کې د يو لېټر پټرولو قیمت ۳۳۱ روپۍ او ۳۸ پیسو او د يو لېټر ډيزلو قیمت ۳۲۹ روپۍ او ۸۱ پيسو ته رسېدلی دی.
له تېرې یوې نیمې مياشتې راهيسې پاکستان کې د تېلو قیمتونه وار په وار لوړېږي.
تر دې وړاندې د سپتمبر په لومړۍ نېټه یو ليټر پټرول ۱۴ روپۍ او ۱۹ پيسې او ډيزل ۱۸ روپۍ او ۴۴ پيسې قیمته شوي وو.
د تېلو د قیمتونو تازه لوړېدو د زيات شمېر پاکستانيانو غبرګونونه راپارولي دي.
د پاکستان حکومت تر دې وړاندې د تېلو د قیمتونو تر څنګ په ځینو برخو کې مالیه هم زياته کړې وه.
د حکومت دې کار ته عامو خلکو سخت غبرګون وښود.




