کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پاکستان کې د امنيتي پېښو ډېروالی؛ تېره میاشت نږدې سل پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز (PICSS) په‌ خپل تازه راپور کې ويلي دي چې په تېره میاشت کې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۸۵ بريدونو په پايله کې ۵۲ پاکستاني عسکر وژل شوي او ۴۷ نور ټپيان شوي دي. د ياد مرکز په‌‌ خبره، ډېرې بريدونه د‌ دغه هېواد د حکومت خلاف جنګیدونکو ډلو له لوري شوي چې اک…

2025-06-01 22:52 129۱ دقیقې لوستل
پاکستان کې د امنيتي پېښو ډېروالی؛ تېره میاشت نږدې سل پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

 د پاکستان د شخړو او امنیتي څېړنو مرکز (PICSS) په‌ خپل تازه راپور کې ويلي دي چې په تېره میاشت کې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ۸۵ بريدونو په پايله کې ۵۲ پاکستاني عسکر وژل شوي او ۴۷ نور ټپيان شوي دي.

د ياد مرکز په‌‌ خبره، ډېرې بريدونه د‌ دغه هېواد د حکومت خلاف جنګیدونکو ډلو له لوري شوي چې اکثریت يې په پښتونخوا او بلوچستان کې شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د روان کال د تېرې می مياشتې بريدونه د همدې کال د اپريل مياشتې په پرتله پنځه سلنه ډېر شوي دي.
وړاندې ليکل شوي، همدې موده ۴۶ ملکي وګړي هم په يادو بريدونو کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې همدې موده کې پنجاب او ازاد کشمیر چې د پاکستاني حکومت خلاف جنګیدونکو ډلو له لوري همدې موده کې هېڅ کوم بريد ندی شوی.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب