کابل (کوه نور ۲۸ سرطان ۱۴۰۴): د پاکستانیو رسنیو د راپورونو په اساس، پاکستان کې د سختو موسمي بارانونو له امله ۵۷ تنه مړه شوي، چې ډېره برخه یې ماشومان دي.
پاکستانیو چارواکو پرون ورځ "جمع، د سرطان ۲۷مه" ویلي، دغه موسمي بارانونه د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په تر ټولو ګڼ مېشتې ایالت پنجاب کې وشول، چې له امله یې د ښار ترڅنګ په لویو کلیو کې سېلابونه راووتل.
د پاکستان د طییعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست ویلي، ګڼ شمېر وګړي د ودانیو د ویجاړېدلو له امله مړه شوي دي.
دغه ریاست همداراز ویلي، په وژل شوو وګړو کې یواځې ۲۴ تنه ماشومان دي.




