سرچینې وایي، جنوبي وزيرستان کې د دوو امنيتي ادارو د کارکوونکو ترمنځ لفظي شخړه شوې چې دواړوو یې په اعتراضیه توګه خپلې پوستې او دفترونه پرېښي دي.
د معلوماتو له مخې، پاکستاني پوليسو داسې ادعا کړې چې ګواکې ' افسي' يې په چارو کې لاسوهنه کوي.
شخړه د هغو پيسو په سر رامنځته شوې چې پاکستاني پوليس يې له نه ګمرک شویو لارۍګانو اخلي، خو افسي افسران وايي، دغه پيسې بايد ورسره نيمې شي.
يادو پوليسو د افسي پر ضد لاريون کړی او زیاتوي، تر هغو چې افسي یې په چارو کې لاسوهنې بندې نه کړي، دندو ته به حاظر نه شي.




