د راپورونو په اساس د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې د وروستیو امنیتي پېښو له امله ۸۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په راپورونو کې راغلي چې په یادو دوه ایالتونو کې په ترسره شویو درې امنیتي پېښو کې ۳۸ تنه مړه او ۴۷ نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني پوځیاني ویلي چې د خیبر پښتونخوا ایالت په بنو ښار کې د پوځ پر یوه هډه په ترسره شوي برید کې د پنځه پوځیانو په ګډون ۱۸ تنه وژل شوي او نږدې ۴۲ نور ټپیان دي.
د یاد هېواد پوځ د یوې خبرپاڼې په خبرولو سره ویلي چې په دغه پېښه کې ۱۶ تنه وسلوال هم وژل شوي دي.
په همدې حال کې د پاکستان د بلوچستان ایالت په نال ښار کې په یوه برید کې درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي چې تر اوسه یې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې د ترسره شویو بریدونو مسوولیت د بلوڅ بیلتون غوښتونکو ډلې منلی دی.




