پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د پاکستان په بلوچستان ایالت تربت سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله د ماشومانو په ګډون درې تنه وژل شوي دي.
پاکستاني چارواکو ویلي، په دې چاودنه کې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي چې تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.
په ورته وخت کې د پاکستان د پولیسو یوه چارواکي خبر ورکړی چې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت په جمرود ولسوالي کې د شپې په یوه توغنديز برید کې د دغه هېواد دوه پوځي افسران وژل شوي دي.
په دغو پوځي افسرانو د توغندویز بريد مسووليت هم تراوسه کومې ډلې په غاړه نه دى اخستى.




