کابل، افغانستان|info@kohinoornews.com
KohiNoor
رښتینی خبر، روښانه تصویر

پاکستان کې یو جګپوړی پاکستانی قوماندان او یو پولیس وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په مردان سیمه کې یو جګپوړی پاکستانی قوماندان اعجاز خان وژل شوی دی.   د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، هغه نن سهار وختي له وسله والو کسانو سره په نښته کې وژل شوی دی.     د معلوماتو پر بنسټ، په دې نښته کې درې نور پاکستاني پولیس هم ټپیان شوي دي.  بلخوا نن سهار د پېښور په پندو سیمه کې هم م…

2024-02-27 01:26 81۱ دقیقې لوستل
پاکستان کې یو جګپوړی پاکستانی قوماندان او یو پولیس وژل شوي

د خیبر پښتونخوا په مردان سیمه کې یو جګپوړی پاکستانی قوماندان اعجاز خان وژل شوی دی.  

د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې، هغه نن سهار وختي له وسله والو کسانو سره په نښته کې وژل شوی دی.    

د معلوماتو پر بنسټ، په دې نښته کې درې نور پاکستاني پولیس هم ټپیان شوي دي. 

بلخوا نن سهار د پېښور په پندو سیمه کې هم موټر سایکل سپرو وسله والو پر پولیسو برید کړی چې په پایله کې یې يو پولیس وژل شوی او بل ژوبل دی.  

تر اوسه د دغو پېښو مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

په دې وروستیو کې د پاکستان په ځينو سيمو کې د ناامنۍ پېښې زياتې شوې دي.  

همدا څه موده وړاندې هم په خیبر پښتونخوا کې د پوځ پر پوسته وسله وال برید کې لس پوځیان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.

لیکوال/اېډېټر: KohiNoor

تبصرې

تبصره پرېږدئ

تبصره د تایید وروسته خپرېږي.

اړوند مطالب