ايران پر اسراييلو د لسګونه بېبيلوټه الوتکو د بريد خبر ورکړی چې د اسراييل د دفاع وزارت يې تاييدوي.
د ايران سپاهپاسدارن ډلې د خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دا بريد يې په دمشق کې د دوی په قونسلګري د حملې په بدل کې ترسره کړی دی.
د ايران د دفاع وزارت وايي، ګڼ شمېر د ايران له لوري توغول شوي توغندي يې سيمې ته له رسېدو وړاندې د دفاعي سيستم په وسيله له منځه وړي دي.
درېيو امريکايي چارواکو رويټزر سره په خبرو کې ويلي، امريکايي پوځ د ايران لسګونه توغنديز بريدونه رد کړي او ډرون الوتکې يې په نښه کړې دي.
نيويارک ټايمز د دوو اسراییلو چارواکو له قوله ليکلي، ايران دغه بريد کې ۱۸۵ ډرون الوتکې، ۳۶ کروز توغندي او ۱۱۰ ميله کې سطحي بمونه کارولي دي.
د اسراييل د صدراعظم بنيامين نتنياهو دفتر له بريد وروسته د ملي امنيت بېړنۍ غونډه راغوښتې ده.
نتنياهو د دغو حملو په غبرګون کې ويلي: « يو ساده اساسي اصل لرو؛ هر څوک چې مونږ ته زيان ورسوي، زيان ورسوو. »
د امريکا ولسمشر جو بايډن نن سهار په خپله اېکسپاڼه د ملي امنيت ټيم سره د بېړنۍ غونډې خبر ورکړی دی.
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترېش هم پر اسراييلو د ايران بريد غندلی او د کړکېچ د ژر تر ژره ختمېدو غوښتنه کړې ده.
ګوترېش ويلي، نه سيمه او نه نړۍ د بلې جګړې توان لري او دواړه خواوې بايد له هغه اقداماتو ډډه وکړي چې د لوی نظامي ټکر لامل ګرځي.
جرمني، ايټاليا او ځينې نورو هېوادونو هم ياد بريد غندلی دی.




